سیمه ییز خبرونه
په غزني كې ډله ييز ځانمرگي بريد ۶۰ تنو ته مرگ و ژوبله اړولې
په غزني كې چارواكي وايي:
د چهارشنبې په مازيگر( د وږي ۶) وسله والو طالبانو د دې ولايت د پي آر تي پر پوځي اډې بريد وكړ.
په غزني كې د ملي اردو قوماندان ډگروال محمد حيدر وايي:
شاوخوا پنځوس وسلوالو طالبانو له څلور خواوو د ولايتي بيا رغاونې پر مركز حمله وكړه، خو په دې ونه توانيدل، چې دې مركز ته دننه شي.
د غزني ولايت د ملكي روغتون رييس بازمحمد همت وايي:
په دې ډله ييز ځانمرگي بريد كې د دوه پوليسو په گډون اته تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان شوي دي.
د دوى په وينا، په وژل شويو او ټپيانو كې ډېري د ښوونځي زده كوونكي دي.
چارواكي وايي، وسلوالو له دوه خواوو دوه موټر بمونه وچول. له بريد سره سم د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواكونو تر منځ درې ساعته جگړه وشوه.
امنيتي مسوولين وايي، وسلوالو د ملي اردو جامې اغوستې وې.
چارواكو په دې جگړه كې وسلوالو طالبانو ته د احتمالي مرگ و ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د دوى په وينا، بهرنيانو ته؛ ځكه مرگ و ژوبله نه ده رسيدلې، چې وسلوال مركز ته په دننه كيدو بريالي شوي نه دي.
وسلوالو طالبانو د دې حملې مسووليت په غاړه اخيستى دى.