سیمه ییز خبرونه
په غزني ولايت كې اقتصادي او ټولنيزو ستونزو رواني ناروغۍ رامنځته كړي
په غزنې كې د راواني ناروغيو معالج داكتران وايي:
هغه كسان، چې كورنى تاوتريخوالى، ځانوژنې او يا ځان سوزونه كوي ډېر يې په رواني ناروغيو اخته دي.
دغزني ولايت داكټران په دې اند دي، چې:
د تاوتريخوالي، ځانوژنې او ځان سوځونې د پېښو په اړه د رپوټونو خپرول په خلكو كې د دې پديدې د زياتوالي لامل كيږي.
د غزني په ملكي روغتون كې د روانې ناروغيو داكتران وايي:
بېوزلي، نالوستي، د نفوس زياتوالى، جگړه او نا امني هغه عوامل دي، چې له كبله يې ډېر خلك په رواني ناروغيو اخته كيږي.
په غزني كې د روږدو د درملنې روغتون رييس داكتر وارث وايي:
كورنى تاوتريخوالى، ځان وژنې او ځان سوزونې او نشه يي توكو ته ډېر هغه كسان لاس اچوي، چې په رواني ناروغيو اخته شوي دي.
په مقر ولسوالې كې د روانې ناروغيو د مشورې مسووله نظيفه خاكسار وايي:
كه خلك خپل راتلونكي او د ژوندانه ښه والي ته هيله من شي؛ نو د دا ډول پېښو كچه به هم راټيټه شي .
له بلې خوا د غزني د ولايتي روغتون رييس باز محمد همت وايي:
د تاوتريخوالي، تېري، وژنې، ځانوژنې او ځان سوزونې د رپوټونو خپرول دا ډول پديده نوره هم زياتوي.
هغه ټينگار كوي، چې:
د افغانستان د خلكو د پوهې كچه دومره نه ده، چې له دې رپوټونو پند واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو دوه مياشتو كې د غزني ولايت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي، قتل، جنسي تېري او وهلو ډبولو پېنځه پېښې ثبت شوې دي.
