سیمه ییز خبرونه

په غزني ولايت كې طالبانو سيمه ييز پوليس اغېزمن كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني ولايتي شورا د سيمه ييزو پوليسو په ليكو كې د طالبانو له نفوذ څخه اندېښنه څرگنده كړې او وايي:

د پوليسو په ليكو كې له جذبيدونكيو كسانو هيڅ راز ضمانت نه اخيستل كيږي، چې دې كار طالبانو ته د سيمه ييزو پوليسو په چوكاټ كې د نفوذ زمينه برابره كړې ده.

د غزني ولايتي شورا د يو شمېر غړيو په وينا، د سيمه ييزو پوليسو ډېري كسان په نشه يي توكو روږدي دي او يو شمېر نور يې له طالبانو سره اړيكې لري.

د غزني ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي:

مونږ اندېښمن وو او اوس هم اندېښنه لرو، چې له ولايت، امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت او ولايتي شورا څخه بهر نامسووله كسان د سيمه ييزو پوليسو په جوړولو كې لاس لري.

دغه څرگندونې په داسې حال كې په ډاگه كيږي، چې د يكشنبې په شپه(د غويى لومړۍ) يو سيمه ييز پوليس طالبانو ته د خپلو په خوب ويدو شپږ همكارانو د وژلو زمينه برابره او ووژل شول.

د غزني ولايت امنيتي چارواكي وايي:

دغه پېښه د غزني ولايت د ده يك ولسوالۍ په اړوند سيمه كې رامنځته شوې او تورن شوى سيمه ييز پوليس هم له طالبانو سره په تېښته بريالى شوى دى.

دا لومړى ځل نه دى، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليكو كې دغه راز وژنې رامنځته كيږي. له دې مخكې هم په دغه جوړښت كې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ كې دوه مياشتې وړاندې د يو سيمه ييز پوليس په همكارۍ  طالبانو ۱۷ سيمه ييز پوليس وژلي دي.

Trending

Exit mobile version