سیمه ییز خبرونه

په غزني ولایت کې د زدکړو بهیر معیاري ندی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې يو شمېر زده كوونكي او ښوونكي شكايت كوي، چې د دزكړو بهير معياري نه دى. دوی وايي، په ښوونځيو كې د زده كوونكو ډېروالى د دې سبب شوى، چې په يوه ټولګې كې تر نوي تنه زده كوونكي زدكړې وكړي.

د درسي ټولګيو، كتابونو، لابراتوارونو او مسلكي ښوونكو كموالى هغه ستونزې دي، چې د غزني ښوونځي ور سره مخامخ دي او رسنيو يي په هكله وخت ناوخته راپورونه خپاره كړي دي.

اوس د دې ولايت ځينې زده كوونكي او ښوونكي شكايت كوي، چې د ښونځيو د زده كوونكو شمېره زياته ده.

دوی وايي، په يوه ټولګي كې تر نوي تنه زده كوونكي زدكړې كوي او دا هغه ستونزه ده، چې درسي بهير يي له خنډونو سره مخامخ كړى دى.

د غزني د پوهنې رئيس عابد عابد هم دا ستونزه تائيدوي، خو وايي:

د دې ستونزې حل په لنډ وخت كې ناشونى دى. دى همدارنګه وايي، دا ستونزه يواځې په غزني پورې نه را لنډېږي. نوموړي ووېل، د ستونزو د حل او د ښونيز بهير د كيفيت د لوړولو لپاره يي د پوهنې وزارت ته يو لړ وړانديزونه هم كړي دي.

د غزني د پوهنې رياست د مسئولينو د معلوماتو له مخې، دا مهال د دې ولايت په شاوخوا اووه سوو ښونځيو كې د نجونو په ګډون نږدې څلور سوه زره زده كوونكي پر زدكړو بوخت دي.

Trending

Exit mobile version