تازه خبرونه
په غزني ښار کې موټر بم چاودنې مرګ و ژوبله را منځته کړې
ویل کیږي، چې نن سهار په غزني ښار کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د موټربم برید شوی دی.
د دغه ولایت د ملکي روغتون مشر باز محمد همت رسنیو ته ویلي، چې د برید له سیمې اووه مړي او پېنخه ویشت ټپیان روغتون ته ور وړل شوي، چې ټول پوځیان دي.
دغه راز د غزني ولایتي شورا مشر څرګنده کړې، چې په پېښه کې شپږ کسه وژل شوي او۴۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه برید اسلامي فرهنګي ثقافت پر مرکز ترسره شوې چې په پای کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
خو داسی څرګندونې هم شته چې برید د ملي امنیت د صفر څلور سوه څلور قطعې پر مرکز شوی، چې د ترافیکو څلور لارې او د اسلامي ثقافت مرکز ته څيرمه پروت دی.
طالبانو په غزني کې د موټر بم برید مسوولیت ومانه او وایي، چې د ملي امنیت پر صفر شپږ مرکز په ځانمرګي برید کې ګڼو سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
