تازه خبرونه
په غزني کې د اسوشیتید پریس خبریال په وسلوال برید کې ووژل شو
(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۳۹۹)
د افغانستان د خبریالانو د دفاع ټولنې څرګنده کړې؛ د ای پي او الجزیرې د عربي ژبې خبریال رحمت الله نیکزاد نن ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې کور ته نږدې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري تائید کړې، چې د الجزیرې خبریال رحمت الله نېکزاد په غزني ولایت کې ناڅرګندو وسلوالو ترور کړی دی.
نیکزاد د اسوشیټیډ پریس لپاره کار کاوه او د خبریالانو ټولنې د مشر په توګه یې هم دنده ترسره کوله.
نیکزاد د تېر کال په سپټمبر کې له ورته برید څخه ژوندی وتلی و.
تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی او طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
په تیره یوه میاشت کې د رحمت الله نیکزاد په ګډون پېنځه خبریالانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.