تازه خبرونه

په غزني کې د ترور او ختطاف پېښې ډېرې شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني چارواكي په دغه ولايت كې د ترور او اختطاف په ډېروالي اندېښمن دي. د غزني مرستيال والي وايي، په تېره يوه مياشت كې د غزني دوولس اوسېدونكي ترور او يا اختطاف شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي: په دې وروستيو كې په غزني ښار كې د ترور او اختطاف پېښې ډېرې شوې دي.

هغه همدارنګه وايي، د دې پېښو عاملين پېژندل شوي او په نيژدې راتلونكې كې به دا ترهرګره ډله ونيول شي.

دا دوه تښتول شوي ځلميان چې سره وروڼه دي مهدي او علي آغا نومېږي تېره اوونۍ طالبانو له دولت سره د جاسوسۍ په تور دغزني ښار له منګور سيمې څخه تښتولي وو.

دوى وايي، پلار يې هم مخكې طالبانو تر تښتولو وروسته وژلى و.

د غزني د امنيې قوماندانى د امنيت آمر اسدالله انصافي وايي، دا ځلميان د پوليسو په تصفيوي عملياتو كې د غزني په اندړو ولسوالې كې د طالبانو له منګولو ژغورل شوي دي.

هغه همدارنګه وايي، په دې ترورونو كې له بې غږه تومانچو كار اخيستل كېږي، كه څه هم تراوسه هېڅ دا اشخاص نه دي نيول شوي، خو وېل كېږي چې په روژه كې پوليسو هغه دوه تنه په ډزو ووژل، چې غوښتل يې په امنيتي ځواكونو ډزې وكړي.

Trending

Exit mobile version