تازه خبرونه
په غزني کې د زردالو د اوبو بند تخنیکي سروې پیل شوه
د روان کال په لومړیو کې د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له مشرانو او ولایتي چارواکو سره د دې پروژې د جوړولو په اړه خبرې اترې کړې وې.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت تائید کړه، چې په غزني ولایت کې د یوه نوي بند لپاره تخنیکي سروې او ارزونه ترسره شوې ده.
د روان کال په لومړیو کې د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له مشرانو او ولایتي چارواکو سره د دې پروژې د جوړولو په اړه خبرې اترې کړې وې.
عبداللطیف منصور له هغې وروسته، چې په غزني کې د بند د اړتیا نقشه ډاګیزه شوه؛ نو د پروژې د پلي کېدا ژمنه وشوه.
دې وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د وزارت د انجنيرۍ خدمتونو او د اوبو د تاسیساتو د عمومي ریاست د سروې او ډیزاین څانګې تخنیکي ډلې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ سروې او ارزونه ترسره کړې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې بند له بشپړېدو سره به ۶۰ میلیون مټر مکعبه اوبه زېرمه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
