تازه خبرونه
په غزني کې د موتربم برید د مرګ و ژوبلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۹) په غزنی ښار کې له یو ځانمرګي موتر بم برید وروسته د ځاني زیانونو پوره شمېراوس هم نه معلومیږي؛ ځکه، چې د بېلابېلو دولتي ادارو چارواکو بېلابېل پورونه ورکړل.
ځایی چارواکو منلې، چې له چاودیدونکیو توکو ډک یو هاموی موتر د غزني ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې د عامه نظم کنډک ته نږدې چاودنه کړې.
د غزنی والي ویاند وحیدالله جمعه زاده ویلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، په پېښه کې هیڅ ملکی وګړی ځاني زیانمن شوی ندی.
روغتیایي چارواکو څرګنده کړې، چې لږ تر لږه د امنیتي ځواک ۲۱ غړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د ولایتي روغتون مشر باز محمد همت ویلي: تر دې دمه لږ تر لږه یوویشت مړي او د امنیتي ځواکونو ۱۷ ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.
همت زیاته کړه، چې ټول تلفات د امنیتي ځواکونو غړيو ته اوښتي دي.
د سیمې استوګنو ویلي، چې د پېښې په ځای کې د امنیتی ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته هم شوې؛ خو هیڅ چارواکي دغه خبره تائید کړې نده.
د افغانستان دفاع وزارت چاودنه تائید کړې؛ خو وایي، چې په برید کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
دغه راز د ولایتي شورا غړي عصمت الله جمرودوال ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د امنیتي ځواکونو ۳۱ سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
که څه هم د روښانه نشتوالي په جریان کې ، تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.