تازه خبرونه

په غزني کې د موتربم برید پلانوونکی د هوایي برید ښکار شوی

Published

on

ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د لیندۍ ۱۰) څرګنده کړې، چې په غزنی ولایت کې د تېرې ورځې د ترسره شوي موتر بم برید پلانوونکی له خپلو ملګرو سره د هوایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د وزارت د خبر پاڼې له مخې: حمزه وزیرستاني نومي، چې په غزنی کې د پروني موتربم برید پلانوونکی دی؛ له خپلو اووه ملګرو سره وژل شوی دی.

حمزه وزیرستانی تېره شپه د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د علی شېرخېل کلي په اړوند سیمه کې د هوایي ځواکونو د هدفي برید ښکار شوی دی.

خبرپاڼې  د دغه برید په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

د یادونې ده، چې پرون سهار مهال یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکيو توکو ډک هاموی د عامه نظم کنډک ته نږدې چولی، چې د ولایتي روغتون د څرګندونو له مخې په کې ۳۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او له شل ډېر نور ټپیان دي او  طالبانو هم په دې برید کې لاس لرل رد کړي .

Trending

Exit mobile version