تازه خبرونه

په غزني کې د پاکستانيانو په ګډون تر سلو ډېر کسان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني امنيتي مسولين څرګندوی چې په ګيرو ولسوالۍ کې يې د وسله والو بريد په شاتمبولى دى او په دې نښته كې يې له سلو ډېر كسان وژلي دي چې ډېری يې پاکستانيان دي.

په همدې وخت كې د غزني د ولايتي شورا غړي وايي په دې ولسوالۍ كې درې پوستې وسله والو نيولې دي.

 وسله والو طالبانو د يكشنبې په مازيګر د ګيرو ولسوالۍ د نيولو په موخه په دغه ولسوالۍ لوى بريد وكړ. د غزني د ولايتي شورا يو غړى وايي په دې بريد كې د پوليسو درې پوستې وسله والو نيولې دي.

د غزني د ولايتي شورا غړی عصمت‌الله جامردوال وايي: “وسله وال طالبان توانېدلي چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې شي، خو ناټو ځواكونو پرې هوايي بريد وكړ.”

له بلې خوا د غزني د امنيې قوماندان امين الله امرخېل وايي په دې بريد كې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له سلو ډېر وسله وال وژل شوي چې ډېر يې  پاكستانيان دي.

دوې شپې وړاندې هم وسله والو طالبانو د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ بريد كړى و.

Trending

Exit mobile version