سیمه ییز خبرونه
په غزني کې د څلوېښتو تنو د عنوان لاندې جشنواره جوړه شوه
د غزنې د والي په نوښت په دغه ولايت كې د څلوېښتو تنو د عنوان لاندې جشنواره جوړه شوه. په دغه جشنواره كې د څلوېښتو دروازو موندل، د څلوېښتو مترونو په لوړوالي د افغانستان د بېرغ درول، د څلوېښتو مترونو په اوږدوالي د يو ټغر پېدا كول، او داسې نور شامل وو.
دغه جشنواره د اسلامي نړى د تمدن د پلازمينې په توګه د غزني د معرفي كېدو لپاره د چمتوالي په موخه جوړه شوې ده.
د غزني والي محمد موسې اكبر زاده په دغه جشنواره كې د څلوېښتو عدد په نيك فال نيولی او وايي:
د څلوېښتو كلونو جګړې وروسته هيله لري، چې غزني د سولې مركز ووسي، كه څه هم د غزني والي په كراتو وسله والو طالبانو ته د سولې بلنه وركړې، خو دا ځل د والي دغه بلنه په توغنديز بريد ځواب شوه.
په همدې حال كې د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد عالم ايزد يار وايي، چى وسله والو طالبانو دغه توغنديز بريد د پرديو په لارښونه كړى دى، نوموړى وسله وال طالبان د افغانستان د خلكو دوښمنان بولي.
په همدې حال كې د كورنيو چارو وزير محمد عمر داود زی بيا د افغان ځواكونو د پياوړتيا خبرې كوي او وايي:
وسله وال طالبان په هېواد كې د بهرنیو ځواكونو شتون پلمه كوي او د پردیو په لارښونه فعاليت كوي.
په اصل كې دا يوه فرهنګي جشنواره ده، خو دغه جشنوارې سياسي رنګ واخيست، د افغانستان د رياضي تحقيقاتو د بنسټ رئيس صديق افغان، چې په دغه مراسمو كې يې خبرې كولې وويل، چې د اسلامي نړى د تمدن د مركز په توګه د غزني د معرفي كولو لپاره د ۲۰۱۳ كال كومه تصادفي مسئله نه ده.
د يادولو وړ ده په پام كې وه دغه جشنواره د شنبې ورځې ( د لړم ۴ ) تر مازديګر پورې دوام وكړي او د جشنوارې ګډونوال مېلمانه به په غزني كې له تاريخي ځايونو هم ليدنه وكړي، خو د وسله والو له خوا توغنديزو بريدونو د جشنوارې ميلمانه دې ته اړ كړل، چې له غزنې څخه بېرته كابل ته را ستانه شي.
د دغو راكټي بريدونو مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.