تازه خبرونه
په غزني کې لس تښتول شوي ملکي وگړي خوشې شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په غزني کې هغه لس ملکي وگړي، چې تېره ورځ د ناپېژاندو وسلوالو له لوري تښتول شوي وه؛ خوشي شوي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي منلې، چې دا کسان تېره ورځ د دغه ولایت له جاغوري ولسوالۍ څخه ټښتول شوي وه.
له بل لوري د دغه ولایت چارواکې بیا په ډې اړه بي خبري ښيي او زیاتوي، چې د مسافرو د خوشي کولو په موخه هڅې روانې دي.