تازه خبرونه

په غزني کې موتر بم برید لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د غزنی ولایت روغتیایي چارواکو ویلي، چې نن (یکشنبه د لیندۍ ۹) په غزنی ښار کې د موتر بم په چاودنه کې ۲۱ امنیتی سرتېري وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د غزني ولایتي روغتون مشر باز محمد همت ویلي، چې تر دې دمه د افغان ځواکونو۲۱ مړي او ۱۷ ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.

هغه منلې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ټول قربانيان امنيتي ځواکونه دي.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار د ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر خپل هاموی موتر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و د عامه نظم کنډک ته نږدې چولی او یاده مرګ و ژوبله یې رامنځته کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version