تازه خبرونه

په غزني کې پر پوسته برید کوونکی ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني چارواكي وايي، يو وسلوال، چې غوښل يې په دغه ولايت كې د پوليسو پر پوسته بريد وكړي وژل شوى دى.

د غزني والي وياند جاويد سالنګي وايي؛ يو تن، چې په تومانچه سنبال و غوښتل يې د غزني ښار په څنډه کې د پير قرضداران د سيمې د پوليسو پر پوسته بريد وكړي د پوليسو له خوا وژل شوى دى.

د غزني امنيتي چارواكي وايي، لومړى وسلوال له يوه پوليس سره په فزيكي شخړه كې ښكېل شو او بل پوليس پرې ډزې وكړې او ووژل شو. 

Trending

Exit mobile version