تازه خبرونه
په غزني کې یوې چاودنې ۵ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن له غرمې وروسته د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې ماین چاودنې دوه سرتېري وژلي او درې نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، دغه مرګ و وژوبله د سړک غاړې له ماین چاودنې رامنځته شوې ده.
د غزني ولایت د پوځ ویاند حنیف رضایي پېښه تائید کړې او وایي، چاودنه له اندړ ولسوالۍ څخه د دغه ولایت د والي د راستنیدو پرمهال رامنځته شوې، چې د دې ولسوالۍ د امنیتي حالاتو د څېړنې له پاره تلی و.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ دغه ولسوالي د خونړیو امنیتي پېښو شاهده وه.