تازه خبرونه
په غزنی، بغلان او هلمند کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي
که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې درندې نښتې روانې دي؛ خو راپورونه په ډاګه کوي، چې طالبان په بغلان او غزني ولایتونو کې د ښارونو پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.
د راپورونو له مخې؛ د غزنی او بغلان ولایتونو یو شمېر سرتېري له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي او یو شمېر نور طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شهر کوه سیمه د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
ځايي چارواکو تائید کړې او څرګندوي، چې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د تاکتیکي شاتګ پر مهال هیڅ راز نښتې رامنځته شوې ندي.
دغه راز سرچینو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې له دوه پوستو څخه سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
که څه هم د ولسوالۍ ولسوال په دوه پوستو کې د امنیتي ځواکونو تسلیمیدل ردوي؛ خو د ولایتي شورا مشر محمد صفدر محسني آریانا نیوز ته ویلي، چې لږ تر لږه ۶۰ سرتېري له دوه پوستو څخه پر وسلو او تجهیزاتو مجهز طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ډېری سیمې دوی نیولې دي.
هغه دا هم ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر امنیتي سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي او خپل پوځي تجهیزات یې له ځان سره لیږدولي دي.
همدارنګه د غزني ولایت ځایي چارواکو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د اردو څلور پوستې طالبانو نیولي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې ولایت په آرزو کلي کې دوه امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د غزنی ولایتی شورا غړي عبدالجامع جامي ویلي؛ د دغو دوه پوستو د څلیریشت امنیتي ځواکونو برخلیک ناڅرګند دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له دې سره اوس طالبان د غزني ښار ته نږدې شوي دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که امنیتي ځواکونه مدیریت نشي؛ د غزنی ښار به هم طالبان ونیسي.
همدارنګه یوې بلې معتبرې سرچینې هم آریانا نیوز ته ویلي، چې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د چارشنبې پر شپه دوه پوستې طالبانو ونیولې.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس وژل شوي دي.
د هېواد ملي دفاع وزارت تر دې دمه د دغو ادعاوو په اړه څه ندي ویلي.
یو شمېر کارپوهان پدې باور دي، چې طالبانو د استانبول په ناسته کې د ګټې د ترلاسه کولو لپاره بریدونه ډېر کړي دي.
دا مهال په هیلمند ولایت کې سخته جګړه روانه ده، چې په پایله کې یې زرګونه خلک له خپلو کورونو تښتیدلي دي.
د راپورونو سره سم امریکا هم تېره شپه په دې ولایت کې د طالبانو پر وړاندی او د افغان ځواکونو پر ملاتړ هوایي بریدونه کړي دي.
د چارشنبې پر ورځ د میوند قول اردو قومندان سمیع سادات ویلي وه، چې طالبانو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۹ بریدونه کړي او دا ټول بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو پرشاتمبولي او وسلوالو طالبانو ته په کې درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د افغان ځواکونو مورال لوړ دی او دوی ډاډمنو تجهیزاتو ته پوره لاسرسی لري او د شته تجهیزاتو په مرسته دوی کولی شي طالبانو ته ماته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې نښتو له هغې وروسته ډېر زور واخیست، چې امریکايي ځواکونو د شنبې پر ورځ په رسمي بڼه د ځواکونو تدریجي وتل پیل کړل؛ خو طالبانو د امریکا تدریجي وتل د دوحې له تړونه سرغړونه یاده کړې ده.
