تازه خبرونه
په غزه کې اسرائیلو د حماس پر ځمکنیو سمڅو هوایي بریدونه کړي
د اسرائیلو اردو د غزې په تړانګه کې د حماس پر ځمکنیو سمڅو( تونلونو) هوايي او توپچي بریدونه کړي دي.
رویټرز په ډاګه کړې، چې حماس هم د اسرائیلو پر ښارونو خپل توغندیز بریدونه ډېر کړي دي.
د اسرئیلو د پوځ ویاند جاناتان کنریکس ویلي؛ د شخړې له پیل راپدیخوا دا د اسرائیلو ترټولو لوی عملیات دي، چې د غزې له تړانګې بهر۱۶۰ الوتکو، ټانکونو او توپونو په کې برخه اخیستې ده.
په داسې حال کې، چې د دواړو لوریو تر منځ روانه جګړه پېنځمې ورځ ته ننوتې؛ خو ویل کیږي، چې دغه روانه جګړه له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د فلسطین او اسرائیلي ځواکونو تر منځ له ټولو سخته او کرکجنه ده.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي؛ یوه ښځه او د هغې درې ماشومان په غزه کې وژل شوي، چې مړي یې د ویجاړو کورونو له خاورو وموندل شول.
دغه راز په اسرائیلو کې یوه سپین سرې ښځه هغه مهال پر غندیزو بریدونو ولګېده وژل شوې، چې خوندي ځای ته د تګ په حال کې وه.
حماس د بیت المقدس اقصی جومات ته نږدې له فلسطینیانو سره د اسرائیلي پولیسو د نښتو په غبرګون کې راکټي بریدونه پیل کړي دی.
د فلسطیني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه په غزه کې د ۳۱ ماشومانو او ۱۹ ښځو په ګډون ۱۱۹ کسان وژل شوي او ۸۳۰ نور ټپیان دي.
اسرائیلي چارواکي دا هم وايي، چې په اسرائیلو کې د وژل شویو کسانو شمېر د یو پوله ساتی سرتېری او دوه ماشومانو په ګډون شپږ اسرائیلي ملکیانو ته رسېدلی دی.