تازه خبرونه
په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان ووژل شول
د اسرائیلو پوځ څرګنده کړی، چې په دې بریدونو کې د حماس د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون اته وسلهوال فلسطینیان وژلي دي.
فلسطیني چارواکو اعلان کړی، چې د سې شنبې پر ورځ ( د وږي دیارلسمه ) د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ څرګنده کړی، چې په دې بریدونو کې د حماس د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون اته وسلهوال فلسطینیان وژلي دي.
فلسطیني چارواکو د سې شنبې پر ورځ اعلان کړی، چې په رفح سیمه کې څلور ښځې، په شمالي غزه کې یوه روغتون ته نږدې اته کسان، په مرکزي غزه کې د یوه هوايي برید له کبله نهه کسان او د غزې په مختلفو سیمو کې ۱۴ نور کسان د اسرائیلو د بریدونو له کبله وژل شوي دي.
د اسرائیلو د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د حماس ډلې یو لوړ پوړی قومندان احمد فوزي نذیر محمد وادیه، چې د اکتوبر د اوومې په برید کې ښکېل و د الاهلي عرب روغتون تر څېرمه د قومندې پرمهال وژل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د حماس دغه لوړ پوړی قومندان د غزې پولې ته څیرمه د اسرائیلو په نتیوهااساري بنسټ کې د ولسي خلکو د ټولوژنې مسوول دی.
