نړۍ
په غزه کې د اسرائیلو د نویو بریدونو له کبله ۳۷ کسان ووژل شول
په غزه کې د تاوتریخوالی تازه زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې اسرائیلو په لبنان کې ځمکني عملیات پیل کړي او څرګندوي، چې ځواکونو یې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله سره پر سختو جګړو بوخت دي. دغه شخړه د حزب الله د مشرتابه پر ضد د اسرائیلو له ویجاړوونکیو هوایي بریدونو وروسته پیل شوې ده.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ويلي، د اسرائیلو په نویو بریدونو کې د مهاجرینو کمپونه پر نښه شوي، چې له کبله یې ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
د رویټرز خبري سرچینې د اسرائیلي پوځیانو د څرګندونو له مخې راپور ورکوي، چې په دغو بریدونو کې د حماس اړوند مرکزونه پر نښه شوي دي.
اسرائیل پر حماس تور لګوي، چې له ملکي خلکو او ملکي تاسیساتو څخه د پوځي موخو لپاره کار اخلي، خو حماس یې ردوي.
روغتیایي سرچینو ویلي، چې د سې شنبې له ورځې وروسته د غزې د سویل پر رفح او زیتون ښارګوټو د اسرائیلو په دوه بېلابېلو بریدونو کې پېنځه فلسطینیان ووژل شول.
د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په خان یونس کې د بې ځایه شویو پر یوه خیمه د اسرائیلو د برید له کبله شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې د تاوتریخوالی تازه زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې اسرائیلو په لبنان کې ځمکني عملیات پیل کړي او څرګندوي، چې ځواکونو یې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله سره پر سختو جګړو بوخت دي. دغه شخړه د حزب الله د مشرتابه پر ضد د اسرائیلو له ویجاړوونکیو هوایي بریدونو وروسته پیل شوې ده.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، عراق او سوریې باندې د اسرائیلو بریدونه په کلکه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې ستونزې د اساسي حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي.
