نړۍ
په غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو له ۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي – د غزې روغتیا وزارت
دغه وزارت ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ کسان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان دي.
د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په غزه کې د اوکتوبر له اوومې راپدېخوا د اسرائیلو پر بریدونو لږ تر لږه ۴۰ زره ۴۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۹۳ زره ۴۶۸ نور ټپیان دي.
دغه وزارت ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ کسان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان دي.
د غزې د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د غزې په تړانګه کې درې ځایه عاموژنه شوې ده.
د اوکټوبر پر اوومه د اسرائيلو پر جنوبي سيمو د حماس د بريد په ځواب کې اسرائيلو پر غزې پراخ هوایي او ځمکني بريدونه پيل کړل.
په اسرائیلو کې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ حماس ۱۲۰۰ کسان وژلي او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شول.
اسرائیل وايي؛ هڅه کوي د حماس ډلې د ځپلو لپاره په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژنې مخه ونیسي؛ خو حماس یې د انساني سپر پر کارولو تورن کړی دی.
حماس دغه تورونه رد کړي دي.
