سیمه ییز خبرونه

په غزه کې د اسرائیلو پر هوایي لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ووژل شول

د حماس لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ په دې برید کې، چې نن سهار (سې‌شنبه د کب اته‌ویشتمه / د مارچ اتلسمه) شوی له ۲۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.

Published

on

اسرائیلو د غزې په تړانګه کې خپل پراخ بریدونه بیا پیل کړل، چې د بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د اوربند د تړون له پلي کېدا راپدېخوا ترټولو سخت پوځي عملیات ګڼل کیږي.

د حماس لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ په دې برید کې، چې نن سهار (سې‌شنبه د کب اته‌ویشتمه / د مارچ اتلسمه) شوی له ۲۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.

دا بریدونه د هوايي ځواک او درندو توپخانو پر کارولو ترسره شو او د غزې شمالي، مرکزي او جنوبي سیمې یې پر نښه کړي دي.

راپورونه ښيي، چې اسرائیلو په غزه کې له ۴۵۰ څخه پر زیاتو هدفونو بریدونه کړي، چې په کې د حماس بېخبناوې(زیربناوې) او د استوګنې سیمې ښودل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د ورکړ شويو معلوماتو له مخې، چې حماس یې کنټرولوي؛ د بریدونو په دې پړاو کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

حماس ویلي، چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي، چې په خپلو کورونو او سرپناوو کې تر برید لاندې راغلي.

په غزه کې روغتیايي سرچینو راپور ورکړی، چې روغتونونه له ټپیانو ډک دي او د طبي تجهیزاتو د نشتوالي او د برښنا د پرېکیدو له کبله د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو وړتیا خورا محدوده شوې ده. ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی، چې دوامداره بریدونه کولی شي په غزه کې بشري وضعیت “د نه راستنېدو حالت” ته ورسوي؛ ځکه، چې د جګړې له کبله له یو میلیون څخه ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

په سیمه ییزه کچه مصر او قطر، چې د اوربند په خبرو اترو کې یې د منځګړو رول لوبولی؛ د بریدونو بیا پیل غندلی او د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده. د مصر حکومت دا اقدام “سیمه ییز ثبات ته ګواښ” وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.

امریکا پر نړیواله کچه محتاط دریځ غوره کړی او د اسرائیلو د ځان له حق څخه یې د ملاتړ ترڅنګ دفاع کړې او د ملکي ځاني زیانونو د کمولو غوښتنه کوي. اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم له دواړو خواوو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.

د دې پراخ او ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس وسلوالې ډلې اسرائیل پر “نسلي وژنه” تورن کړ او د نړۍ له ټولو عربي، اسلامي او آزادو هېوادونو یې وغوښتل، چې د اسرائیلو پر ضد لاریونونه وکړي.

Trending

Exit mobile version