نړۍ
په غزه کې د الجزیرې کمره مین د بې پیلوټه الوتکې پر برید ووژل شو
رویترز راپور ورکړی، چې د جمعې پر ورځ د الجزیرې یو کمره مین پر مدرسه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. په داسې حال کې، چې د غزې د سویل دا مدرسه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د سرپناه په توګه کارېده.
الجزیرې څرګنده کړې؛ کمره مین سامر ابودقه په خان یونس کې د فرحانه مدرسې په برید کې له ټپي کیدو وروسته خوندي ځای او یا طبي درملنې ته له رسیدنې مخکې د ټپونو له کبله ژوند له لاسه ورکړ.
الجزیرې ویلي، اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو پر مدرسه توغندي توغولي دي؛ خو رویترز د پېښې جزئیات تائیدولی نهشي.
د اسرائیلو پوځ په دې اړه له څه ویاو دډه کړې ده.
الجزیرې څرګنده کړې: سامر له ټپي کیدو وروسته د پېنځه ساعتونو لپاره په وینو کې پاتې شو؛ ځکه، چې اسرائیلي ځواکونو سیمې ته د امبولانسونو او د ژغورنې د کارکوونکيو مخه ونیوله او د بېړنۍ درملنې اړتیا یې رد کړه.
دغو خبریالانو د غزې له جنوبي ښار څخه، چې د اسزائیلو د ځمکنیو بریدونو مرکز و؛ راپور ورکاوه.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د جمعې پر ورځ ویلي، په غزه کې د دوه میاشتو جګړې خبریالانو ته سخت زیانونه اړولي، چې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د سامر ابو دقه د وژنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته ویلي: مونږ لا تر اوسه داسې نښې نهلرو، چې وښيي اسرائیل قصداً د جګړې پر مهال خبریالان وژني.