نړۍ

په غزه کې ۲۸ فلسطینیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د وفا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د غزې د شمال د کډوالو د خیمو په جبلیه حلیمه السعدیه مدرسه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

Published

on

د فلسطین رسمي خبري سرچینې وفا د شنبې پر ورځ سهار وختي راپور ورکړ، چې په غزه کې د کډوالو پر یوه مدرسه او د استوګنې پر یوې ودانۍ د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د وفا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د غزې د شمال د کډوالو د خیمو په جبلیه حلیمه السعدیه مدرسه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی پر هغو ترهګرو برید کړی، چې د حماس د قومندې او کنټرول په مرکز کې یې فعالیت کاوه … په هغه ودانۍ کې ځای پرځای شوي وه، چې له دې مخکې ترې د غزې د حلیمه السعدیه  مدرسه وه.

دغه راز د غزې د مرکزي سیمې د نصیرات د کمپ د استوګنې پر ودانۍ د اسرائیلو په برید کې پېنځه فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د لسیزو لرغونې جګړې وروستۍ خونړۍ پېښه د تېر کال د اوکټوبر پر اوومه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې د حماس پر مشرۍ پوځیانو پر اسرائیلو برید وکړ، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یرغمل شول.

د حماس تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د اسرائیلو پر بریدونو د سیمه‌ییز روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې ؛ له ۴۰ زره ۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي. په داسې حال کې، چې نږدې ۲ اعشاریه ۳ میلیون نفوس یې بې ځایه شوی؛ لوږې رامنځته شوی او په نړیواله محکمه کې پرې د نسلي وژنې تورونه لګېدلي، چې اسرائیل یې ردوي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه یو اعشاریه نهه میلیون خلک په کور دننه له ۱۰ ځلو ډېر بې ځایه شوي دي.

Trending

Exit mobile version