پرمختګ او بشپړتیا
په غور كې د ډبرو سكرو او مالگې د دوه كانونو د كيندنې تړونونه لاسليك شول
په غور ولايت كې د ډبرو سكرو او مالگې دوه كانونه تثبيت شوي او د كيندنې لپاره يي له شركتونو سره تړونونه لاسليك شول.
د غور والي وياند عبدالحی خطیبي وايي:
په دې ولايت كې كانونه شته، چې ناسپړلي پاتې دي.
ښاغلى عبدالحی خطیبي وايي، تر اوسه د ډبرو د سكرو دوه كانونه او د مالگې يو كان د كانونو وزارت له لوري گټې اخيستو ته سپارل شوي؛ خو نور كانونه نه دي پېژندل شوي.
د هغه په باور، له كانونو څخه استفاده به د خلكو ژوند ښه كړي.
ښاغلي خطیبي په ډاگه كړه، چې اوس په غور كې خلك له زياتو ستونزو سره مخ دي او له طبيعي سرچينو څخه استفاده به د خلكو زياتې ستونزې حل كړي.
د ځينو كارپوهانو په باور، پر امنيتي اړخ زيات تمركز د دې سبب شوى، چې له ملي پروژو او طبيعي سرچينو څخه پام بل لوري ته واوړي.
غورهغه ولايت دى، چې امنيتي ستونزې، بې كاري او د ژوند نامناسب شرايط يي خلك له ستونزو سره مخ كړي دي.