سیمه ییز خبرونه
په غور كې غېر مسئول وسله وال د پوهنې پروړاندې لويه ستونزه ده
په غور ولايت كې چارواكي وايي، غېر مسئولو وسله والو تل هڅه كړې، چې په خپلو سيمو كې خپل خپلوان د ښوونكي په توګه د دغه ولايت د پوهنې په رياست تحميل كړي. دا چارواكي دغه راز وايي، چې ښوونځي د غېر مسئولو وسله والو د عايد په سرچينه بدل شوي دي.
د غور د پوهنې رئيس صبغت الله اكبري وايي:
د زده كړې د سم چاپېريال، مسلكي ښوونكو او امكاناتو نشتوالى يې لويې ستونزې دي.
هغه په دغه ولايت كې د ښوونځيو تړل ردوي او زیاتوي، چې حتى په نا آرامو سيمو كې هم ښوونځي پرانيستي دي.
له بلې خوا غېر مسئول وسله وال په دغه ولايت كې د پوهنې پروړاندې لويه ستونزه بلل كېږي.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس همدارنګه وايي، د پوهنې بهير پروړاندې عمومي ګواښ غېر مسئول وسله وال دي، هغه وايي د ښوونكو د معاشونو د وېش پرمهال دا كسان له ښوونكو څخه باج اخلي.
په دغه ولايت كې د غېر مسئولو وسله والو شمېر دولتي سرچينو اووه زره تنه او ځينو نورو سرچينو له لس زرو ډېر ښودلى دى.
دا وسله وال د پوهنې بهير پروړاندې خنډ او جدي ستونزه دي.
د غور د پوهنې چارواكي همدارنګه په ډاګه کړه، دا كسان په هغو سيمو كې دا كارونه كوي، چې د دوى ترواك لاندې دي.
په غور كې له ۲۲۴ زرو ډېر زده كوونكي په زده كړه بوخت دي، چې ۷۹ زره يې نجونې دي.
