سیمه ییز خبرونه
په غور ولايت كې پر اختلاس سربېره ۶۰۰ ښوونځي هم تړل شوي دي
دا ځل د رسنيو له سترگو څه نا څه پټ ولايت، يعنې غور څخه داسې رپوټونه تر لاسه شوي، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست په اداري فسا كې لتاړ دى.
د مدني ټولنې غړى حسن حكيمي وايي، چې په غور كې د ښوونكيو په نوم گڼ شمېر زورواكي معاشونه اخلي؛ خو د شپږ سوه ښوونځيو دروازې تړل شوي دي.
د غور د پوهنې رييس صبغت الله اكبري بيا پر ځان لگيدلي تورنه بيځايه بولي او وايي، چې د غور اووه سوه اويا ښوونځي ټول د زده كوونكو پر مخ پرانيستي دي.
دغه راز د غور د پوهنې په رييس نيوكه كيږي، چې گواكي خپل خپلوان يې د ښوونكيو او د پوهنې د كار كوونكيو په توگه گومارلي دي.
خو د غور د پوهنې رييس اكبري وايي، چې د ښوونكيو د لږوالي له كبله اړ دى، چې ديني عالمان او ملايان د ښوونكيو په توگه وگوماري.
د مدني ټولنې دغه غړى وايي، چې د غور د پوهنې رييس په ناقانونه توگه د ولايتي شورا ځينو نالوستو كانديدانو ته د دولسم ټولگي د فراغت سندونه هم وركړي دي.