تازه خبرونه
په غور ولایت کې ماین چاودنې څلور کسان وژلي
(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۰)
د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو ویل، چې نن سهار (پنجشنبه د غویی ۳۰ ) د یوې کورنۍ څلور غړي په دې ولایت کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوي.
غور والي ویاند زلمي کریمي د پېښې پخلی کړی او زیاتوي، چې دغه پېښه د دې ولایت د مرکز فیروزکوه د ښار په خارستان کلي کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو په ګډون هچا د دې پېښې پړه نده منلې.
پرون مازیګر هم د فیروزکوه ښار د بره خانه په اړوند کلي کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
له دې پېښې یوه ورځ مخکې هم د غور – هرات پر لویه لار د بند باین په سیمه کې درې ملکي وګړي، چې له غور څخه هرات ته یې د تلو هڅه کوله د وسلوالو لخوا پر ډزو وژل شوي وه.
که څه هم د غور والي ویلي، چې دغه درې ملکي وګړي د وسلوالو لخوا پر ډزو وژل شوي؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.