تازه خبرونه
په غور کې د ترافيکي پېښې له کبله ۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د غور سیمهییز چارواکو ويلي، په دغه ولایت کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له کبله دوه کسان مړه شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د غور امنیه قومندانۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا پېښه د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ په کنک نومي کوتل کې رامنځته شوې ده.
عيني شاهدانو د دغې پېښې لامل تخنيکي ستونزه ښودلې ده.
د یادونې ده، چې مړه شوي دوه کسان له ایرانه راستانه شوي وه او خپلو کورونو ته پر لاره ول.