تازه خبرونه
په غور کې د ملکي وګړیو وژنې ملي او نړیوال غبرګونونه را وپارول
په غور کې د لسګونه ملکي وګړیو د وژل کیدو پېښې ملي او نړیوال غبرګونونه را وپارول.راپورونه وایي، چې د غور د مرکز فیروز کوه د شمال په شاوخوا لس کیلو مترۍ وسلوالو شپږدېرش ملکي وګړي، چې په کې ماشومان هم شته، د وسلو پر ډزو وژلي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه پېښه یو جنایت نومولی او ویلي یې دي، چې د دغو کسانو د وینو غچ به واخیستل شي.
ملګرو ملتونو دغه پېښه له نړیوالو بشري حقونو جدي سرغړاوی بللی دی.
په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال پرنیل کاردیل له خولې ویل شوي، چې دی د دغې بې رحمانه وژنې له کبله په غصه دی.
د بښنې نړیوال سازمان هم دغه پېښه غندلې ده.
د بښنې د نړیوال سازمان د سویلي آسیا برخې مسوول چمپاپاتیل په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملکي وګړیو اختطاف او وژل یو وېرونکی جنایت دی.
د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې، چې افغان چارواکي دې په دې اړه بې پرې او خپلواکې څېړنې وکړي او د پېښې عاملان باید عدالت ته راکاږل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ د امنیتي ادارو مسوولینو ته امرشوی، چې د پېښې عاملین پیدا او پر سزا ورسوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.
د غور والي ناصر خاضع وایي؛ دغه ډله ییزه وژنه هغې ډلې کړې، چې هم ځان داعش بولي او هم طالب( هغه ډله، چې د والي په وینا، کله د طالبانو سپین بیرغ پورته کوي او کله هم د داهش تور بیرغ لیږدوي).
د غور د ولایتي شورا شورا رییس فضل الحق احسانطالبان په دې پېښه کې پړه بولي؛ خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي.