1393ټاكنې
په فارياب كې خلكو له نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړ څرگند كړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په فارياب كې يو ځل بيا سلگونه كسانو د يوې ناستې په جوړولو د ولسمشرۍ د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړ وكړ.
په فارياب كې د اشرف غني احمدزي د دفتر سلاكار داود خالقي وايي:
د اشرف غني احمدزي ټاكنيزه ډله په سياسي، اقتصادي او پوځي برخه كې اغېزناك دى او كولى شي په دې برخو كې شته ستونزې حل كړي.
نوموړى زياتوي، په فارياب كې ميشت ټول قومونه له هغه څخه ملاتړ كوي.
د غونډې گډونوال وايي، د افغانستان خلك به هغه چاته رايه وركړي، چې ملت او هېواد له تورتمه وژغوري.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنيزو مبارزو له پيل را پديخوا په دغه ولايت كې د ولسمشرۍ د نورو نوماندانو ټاكنيزې مبارزې پيكه دي او خلك تمه لري، چې د ولسمشرۍ بېلابېل نوماندان ټاكنيزې مبارزې وكړي.