سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې درې تنه د وژنې او جنسي تېري په تور په بند محكوم شول
د فارياب ولايت په استناف محكمه كې درې تنه د وژنې او جنسي تېري په تور په ۱۶ او ۱۴ كلونو تنفيذي (تطبيقي) بند محكوم شوي دي.
دې محكمې په يوه څرگنده ناسته كې يو تن پر يوې ځوانې نجلۍ د جنسي تېري په توراو يو بل كس د خپل سخرد وژلو په تور په ۱۶ كلونو تنفيذي بند محكوم كړي دي.
دغه راز يو بل تن، چې د يوې وژنې په پېښه كې پرې د ملاتړي او همكار تور لگيدلى و، په ۱۴ كلونو بند محكوم شوى دى.
د فارياب ولايت د استناف محكمې رييس محمد شريف فاني وايي:
د محكمې پرېكړه وروستۍ نه ده تورن كسان كولى شي، چې د نورو پرېكړو غوښتنه وكړي.
پرجنسي تېري د تورن شوي كس وكيل محمد جان فروغ د محكمې له پرېكړې خوښ نه دى او د تورن د دوسيې د بيا كتنې غوښتونكى شوى دى.
د فارياب ولايت د استناف محكمې د روان كال په بهير كې څه نا څه ۶۰۰ دوسيې څېړلې دي.
د دغې محكمې رييس وايي، چې د دغو دوسيو ډېره برخه د وسلوالو غلو، وژنو او د ښځو په وړاندې د كورني تاوتريخوالي له پېښو سره تړاو لري.