سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې د اكتيد موسسې اووه كاركونكي په ډزو وژل شوي
د سيمې اوسيدونكي وايي، په فارياب كې د اكتيد موسسې اووه كاركونكي د وسلوالو طالبانو په ډزو وژل شوي دي. دا كسان له ميمنې ښار څخه المار ولسوالۍ ته روان و، چې د ميمنې ښار په پنځه كيلو متري واټن كې د وسلوالو له كمين سره مخامخ شول. په دې پېښه كې يو بل كس سخت ټپي شوى دى.
د فارياب امنيه قوماندان جنرال نبی جان ملاخېل وايي، ډېري دا ډول پېښې د شخصي دښمنيو زيږنده دي.
جنرال نبي جان ملا خيل زياتوي، دغو كسانو پوليسو ته د خپل سفر په اړه خبر نه و وركړى.
د فارياب ولايت د كليو د پراختيا رييس او د ولايتي شورا يو غړى وايي، چې د سيمه ييزو چارواكو د بې تفاوتۍ پر لامل د كليو پراختيايي كارونه هم په ټپه دريدلي دي.
ويل كيږي په قربانيانو كې د فارياب د فوتبال منتخب ټيم يو لوبغاړى هم و، چې ټاكل شوې وه راتلونكي كال كې د فوتبال په ملي لوبډله كې غړيتوب تر لاسه كړي.
طالبانو د دغې پېښې پړه په غاړه اخيستې ده.