تازه خبرونه
په فارياب كې د تېرو دوه ورځو ټاكنيزې مبارزې پيكه وې
په فارياب ولايت كې تر اوسه يوازې د دوه نوماندانو اشرف غني احمدزي او گل آغا شېرزي ټاكنيز دفترونه پرانيستل شوي دي.
په فارياب كې واټونه واورو پوښلي او په تېرو دوه ورځو كې د تمې خلاف د ولسمشرۍ د نوماندانو ټاكنيزې مبارزې پيكه دي.
په فارياب كې د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس سعيد محمد معصومي وايي، په تېرو دوه ورځو كې يوازې د داكتر اشرف غني احمدزي دفتر په فعاليت پيل كړى او د كمپاين كړنلاره يې ترلاسه كړې ده.
ويل كيږي، چې د ښاغلي احمدزي ټاكنيز دفتر د عبدالرشيد دوستم د ملي اسلامي جنبش گوند د فعالانو له خوا كار پيل كړى.
د دغه دفتر مسوولين له ناامنيو څخه د شكايت په ځاى وايي، ملي اسلامي جنبش په فارياب كې د امنيت په ټينگښت كې له امنيتي ارگانونو سره همكاري كوي.
د فارياب امنيه قوماندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي، دوى د گل آغا شېرزي د ټاكنيز كمپاين له دفتر څخه د دفتر د جوړولو مكتوب ترلاسه كړى دى.
جنرال نبي جان ملاخيل زياتوي په فارياب كې د ټاكنو د امنيت په موخه ځانگړې كميټه هم جوړه شوې ده.
جنرال په ډاگه كړه، چې:
په دغه ولايت كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دفتر په لارښوونه؛ كله، چې د يوه نوماند پلويان غونډې جوړوي يا پر دولتي ودانيو تبليغاتي پاڼې ولگوي، شخړه رامنځته كړي او يا نورو نوماندانو ته مزاحمت وكړي تر قانوني پوښتنو لاندې به راشي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو كلونو په پرتله د تبليغاتي حركتونو د لږ تر سترگو كيدو لامل تراوسه څرگند شوى نه دى.