سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې د محلي چارواكو د گوښه كيدو غوښتنه شوې
د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي، په فارياب كې د ترهگرايزو پېښو تكرار د ولايتي شورا د يو شمېر غړيو او خلكو منفي غبرگون را پارولى دى.
د ولايتي شورا غړى غلام سخي نويد وايي، د امنيتي ارگانونو چارواكي نه شي كولى د دغه ولايت د خلكو د امنيت په ساتنه كې فعال رول ولوبوي.
د فارياب امنيه قوماندان جنرال نبي جان ملاخېل د دوى څرگندونې ردوي .
د ولايتي شورا رييس رحمت الله تركستانى دغه راز وايي كه، حكومت تر دوه ورځو د فارياب امنيه قوماندان تر قانوني پوښتنو لاندې رانه ولي؛ د ولايتي شورا د ملاتړ په موخه به پراخ لاريون وشي.
د ولايتي شورا غړي په داسې حال كې دا غوښتنې مطرح كوي، چې تېره ورځ د اكتيد موسسې شپږ كاركوونكي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
دوى وايي، محلي چارواكي د دغه ولايت د اوسيدونكيو په ساتنه كې ناكام دي.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزي په فارياب ولايت کې د اکټېد موسسې د کار کوونکيو وژنه په کلکه غندلې او د دغه کار عاملين يې د بيارغونې مخالفين وگڼل.