سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې د ټاكنو د امنیت ساتلو په موخه د پوليسو ځانګړې قطعه جوړه شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په فارياب كې د ټاكنو د امنيت ساتلو په موخه د پوليسو ځانګړې قطعې په فعاليت پېل وكړ، دغه قطعه په پام كې لري، چې د ټاكنو د نېټې تر رارسېدو پورې د وسله والو طالبانو مركزونه او قوماندانان له مېنځه يوسي.
د راتلونكو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو په وړاندې له ټولو لوى ګواښ د نا امنيو شتون بلل كېږي.
په همدې موخه د كورنيو چارو وزارت په فارياب كې د ټاكنو د امينت د ساتلو په موخه د پوليسو ځانګړې قطعه جوړه كړه.
په فاریاب کې د پوليسو د ځانګړې قطعې منسوبين د فارياب له اوسېدونكو غواړي تر څو د عملياتو پر مهال له دوى سره همكاري وكړي.
د مېمنې ښار اوسېدونكې همدا راز له دغو ځواكونو غواړي، چې د نشه يې توكو د قاچاق وړونكو سره هم جدي مبارزه وكړي.