1393ټاكنې
په فارياب كې زرگونه كسانو له اشرف غني څخه ملاتړ وكړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په ميمنه كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر سلاكار محمد آصف پيمان وايي، د فارياب ولايت په مركز ميمنه كې زرگونو كسانو د يوې غونډې په ترڅ كې د ولسمشرۍ له نوماند داكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وښود.
د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفتر رييس رحمت الله تركستاني وايي:
افغانستان يوه ټوليز بدلون ته اړتيا لري او راتلونكې ټاكنې ورته يو ښه فرصت دى.
يو شمېر ديني عالمانو ټاكنې د اسلام له نظره روښانه كړې او له خلكو يې وغوښتل، چې په دې ټاكنو كې برخه واخلي.
دوى وايي، اشرف غني احمدزى كولى شي ښه حكومتوالي رامنځ ته كړي.
د يادونې وړ ده، چې دا غونډه د اشرف غني احمدزي د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د پلويانو له خوا جوړه شوې وه.