سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې طالب مشر قاری نورالله ووژل شو
د فارياب د سيمه ييزو چارواكي وايي:
قاري نورالله، چې د طالبانو يو كليدي غړى و تېر ماښام د پښتونكوټ ولسوالۍ د غارتيپه په سيمه كې له پوليسو سره په نښته كې ووژل شو.
په پښتونكوټ ولسوالۍ كې قاري نورالله افغان امنيتي ځواكونو او د سيمې اوسيدونكو ته ستر گواښ بلل كيده.
بلخوا يو توغندى د استوگنې پر سيمه لگيدلى، چې څلور ملكي وگړيو ته يې مرگ و ژوبله اړولې ده.
د فارياب امنيه قوماندان نبي جان ملا خېل وايي:
قاري نورالله په پښتونكوټ ولسوالۍ كې په ډېرو ترهگريزو بريدونو او ماين ايښودنو كې د مشرتابه رول درلود.
د قاري نورالله خپلوان، چې د هغه د مړي د تر لاسه كولو په موخه ميمنې ته راغلي ول وايي:
په هېواد كې كه دولتي سرتېري وژل كيږي او كه طالبان، د تباهي مسوول يې بهرنيان دي، چې نه غواړي په هېواد كې سوله ټينگه شي.
د سيمې اوسيدونكي وايي:
د نښتې پر مهال يو توغندى د استوگنې پر سيمه لگيدلي، چې يو ملكي وگړى يې وژلى او درې ماشومان ټپيان دي.
بلخوا د جمعې په ورځ(د كب ۱۱) غرمه مهال د فارياب ولايت د قرمقول په ولسوالۍ كې طالبانو پر امنيتي پوستې بريد وكړ، چې په كې يو پوليس ټپي شوى دى.
