سیمه ییز خبرونه

په فارياب كې ماين چاودنې د يوې كورنۍ اووه غړي وژلي او ټپيان كړي دي

Published

on

(Last Updated On: )

په فارياب كې د سړك  غاړې د  ماين په چاودنه كې د يوې كورنۍ دوه تنه وژل شوي او پېنځه نور ټپيان شوي دي.

پېښه د دوشنبې په سهار(د وري۵) د فارياب ولايت د خواجه  سبز پوش په ولسوالۍ كې را منځته شوې ده.

د دې كورنۍ غړيو غوښتل، چې د يوه واده په مراسمو كې گډون وكړي؛ خو موتر يې د سړك د غاړى د ماين ښكار شو.

د كورنۍ مشر وايي:

يو زوى مې، ميرمن مې  او دوه لمسې مې ټپيان شوي او يو څلور مياشتنې زوى مې ووژل شو. آيا جهاد همدې ته وايې، چې ملكي وګړي په نښه شي او بې گناه خلكو ته مرگ  و ژوبله واړوي؟

د فارياب ولايتي روغتون سرطبيبه فوزيه سليمي وايي:

د پېښې له ځايه روغتون ته يو مړى او پېنځه ټپيان راوړل شوي دي.

د فارياب د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنيه قوماندان عزت الله سنگرمل وايي، چې:

په دې لار دولتي سرتېري يا بهرني ځواكونه تگ راتگ نه كوي او دا يوازې د ملكي وگړيو د تگ راتګ لاره ده.

نوموړى وايي، په دې چاودنه كې دوه تنه وژل شوي او پېنځه ټپيان دي. دى د چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچوي، خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد په گڼ شمېر ولايتونو كې د سرك غاړې د ماينونو په چاودنو كې ملكي وگړيو ته مرگ  و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version