سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې مجرمينو ته د شرعي مجازاتو غوښتنه وشوه
په فارياب كې يو شمېر دينې عالمان او د ولايتي شورا غړي وايي، چې:
غواړو، چې په دې ولايت كې مجرمينو ته د شريعت له مخې مجازات وركړشي.
د دوى په باور:
په ټولنه كې ديرې ناامنۍ او ټولنيزې ستونزې د دې له كبله را منځته شوي، چې شرعي قانون نه دى پلي شوى.
دوى همدا رازغواړي، چې:
په همدې موخه يو گډ كميسيون هم جوړ كړي.
د فارياب دينې عالمانو او د ولايتي شورا غړيو همدا راز له دې وروسته په ودونو كې د سندرغاړيو شتون هم ممنوع اعلان كړ.
د فارياب په ميمنه ښار كې د ولايتي شورا دوه تنواو د عالمانو شورا اته تنو غړيو د جمعې په ورځ(د لړم۱۲) په يو ناسته كې برخه واخيسته، چې په كې لاندې پرېكړه وشوه:
په ټولنه كې له اخلاقي فساد او نورو ټولو ټولنيزو ستونزو او منكراتو سره د مبارزې په موخه دې يو گډ كميسيون جوړشي.
د فارياب د عالمانو شورا مرستيال مولوي نبي غفوري وايي، چې:
په ټولنه كې د شرعي قانونينو نه پلې كيدو ناامنۍ او يو شمېر ټولنيزې ستونزې را منځته كړي.
د فارياب د بشري حقونو ريس سيد حفيظ الله فطرت په دغه ولايت كې د دولتي ادارو له خوا د اساسي قانون نه پلي كيدل له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي.
كه څه هم په دغه ناسته كې د ولايتي شورا او عالمانو شورا لږ غړيو برخه اخيستې وه؛ خو دا پرېكړه يې وكړه، چې له دې وروسته به په دغه ولايت كې د ودونو پرمهال سندرغاړي ساز او سندرې نه كوي.