سیمه ییز خبرونه

په فارياب كې ناڅرگندو وسلوالو د يوې غريبې كورنۍ ۶ غړي ويشتي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالى كې ناڅرگندو وسلوالو د يوې غريبې كورنۍ شپږ غړي ويشتي دي. له دې پېښې يوازې يو كس  په ټپي حالت كې ژوندى پاتې دى.

د آريانا سيمه ييز خبريال وايي، د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قوشري كلي كې د صوفي محمد دين پر كور تېره شپه وسلوالو بريد كړى او د صوفي محمد دين په گډون يې د ده د كورنۍ پېنځه غړي د كلاشينكوف په ډزو وژلي؛ خو زوى يې صمد نومى په ټپي حالت كې ژوندى پاتې دى. په دې توگه د دغې غريبې كورنۍ داسې غړى پاتې نه دى، چې مړي راپورته او خاورو ته وسپاري.

صمد نومى، چې په پښه ټپي دى وايي:

ما وليدل، چې په شخصي جامو كې وسلوال مې د كورنۍ غړي وويشتل او زه په پښه ولگيدم.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ چارواكو د پېښې په اړه له څرگندونو ډډه وكړه؛ خو وايي، چې د ولايت د لوړپوړو چارواكو په هدايت پر ورته پېښو رسنيو ته څه نه ويل كيږي.

د فارياب ولايت امنيه قوماندان جنرال نبي جان وايي:

له پېښې سره د تړاو په تور يو تن نيول شوى دى؛ خو نوموړى د پېښې لامل شخصي دښمني گڼي.

د يادونې وړ ده، چې د صوفي محمد دين ورور په پېښه كې د طالبانو او يا پوځي تشكيلاتو لاس لرل هم ردوي.

Trending

Exit mobile version