انځوريز خبرونه
په فارياب كې يو شمېر زندانيانو شونډې گنډلي
په فارياب ولايت كې يو شمېر اعتصاب كوونكيو زندانيانو خپلې خولې په تارونو گنډلې او د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب يې هم شپږ ورځنى شوى دى.
دوى د زندان د پخواني مدير د بيا ټاكنې غوښتونكي دي او دغه راز غواړي، چې سياسي او جنايي بنديان سره بېل كړاى شي.
دغه بنديان د خپلو غوښتنو په اړه بشپړ اندېښمن هم دي.
د زندانونو عمومي رييس، چې فارياب ولايت تلې وايي، چې د بنديانو روا او په ځاى غوښتنې به ومنل شي.
يو شمېر قومي مشران زندان ته ورغلي، چې ډوډۍ نه خوړوونكيو ته خوراكي توكي وركړي؛ خو بنديانو درې ورځې وخت وركړ، چې يادې غوښتنې يې بايد پلې شي.
د زندانونو د حقوقي رياست عمومي مديرسيد بهلول وايي:
د زندان د پخواني مدير د بيا ټاكنې غوښتنه يې د پلي كيدو وړ نه ده؛ ځكه ، چې ادلون بدلون يو قانوني امر دى؛ خو د سياسي او جنايي بنديانو د بېلولو په اړه به يې پرېكړه وشي.
فارياب زندان د تېرې اوونۍ له دوشنبې ورځې راهيسې د سياسي او جنايي بنديانو د تاوتريخوالي شاهد و، چې لسگونه كسان په كې ژوبل شوي دي. د دغو نښتو په پايله كې د وخت د زندان مدير سردار محمد له دندې گوښه او بل ولايت ته تبديل شو او د زندان د نوي مدير په توگه سمونوال امير كلام سنا، كار پيل كړ.