سیمه ییز خبرونه

په فارياب كې يو ځل بيا ملكي وگړي د ماين چاودنې ښكار شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب سيمه ييز چارواكي په ماين چاودنه كې د اوښتې مرگ و ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرنې وړاندې كوې.

د دغه ولايت امنيه كوماندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي:

د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د جمعه بازار د سيمې په  يو هوټل كې چاودنه را منځته شوې ، چې په كې درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دې.

په داسې حال كې، چې  د فارياب د عامې روغتيا ريس عبدالعلي حليم بيا  د وژل شويو شمېر څلور او د ټپيانو شمېر اوولس تنه ښيي.

د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې د سې شنبې او جمعې په ورځو د پېر او پلور بازار جوړيږي.

د فارياب امنيه كوماندان جنرال نبي جان ملاخېل په دې پېښه كې د لاس لرلو په تور د يو تن له نيولو هم خبروركوي.

دا په تېره يوه مياشته كې دوه يمه چاودنه ده، چې په فارياب كې را منځته كيږي، په دغو دوه چاودنو كې، چې پړه يې پر وسلوالو طالبانو ور اچول شوې ډېرى مرگ و ژوبله ملكي وگړيو ته اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version