سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې پوليسو لسگونه ميله نيول شوې وسلې داياگ پروگرام ته وسپارلې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د فارياب امنيه قوماندانۍ په يو لړ مراسمو كې نهه دېرش ميله وسلې، چې كلاشينكوفونه او آرپي جي اووه راكټونه په كې شامل دي، د داياگ مسوولينو ته وسپارل.
د فارياب امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل وايي:
دا وسلې له طالبانو او نامسوله وسلوالو كسانو را ټولې شوې دي.
ښاغلى ملا خېل باوري دى، چې له نامسوله وسلوالو كسانو او ترهگرو څخه د وسلو را غونډول د امنيت په ښه والي كې گټور پريوځي.
كه څه هم چارواكي هيله من دي، چې د فعالو او غير فعالو وسلو را غونډول به د امنيت له ښه كيدو سره مرسته وكړي، خو كارپوهان د ټول امنيت لپاره دا چاره اغېزمنه نه بولي او وايي، دولت بايد پر سرحدونو كلكه څارنه ولري، چې په بندرونو او سرحدونو كې د وسلو له واردولو مخنيوى وشي.