تازه خبرونه
په فارياب كې ځانمرگي ۳۱ تنو ته مرگ و ژوبله پېښه كړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن چارشنبه( د غويى۳۱) له غرمې مخكې د فارياب ولايت په پښتونكوټ ولسوالۍ كې يو ځانمرگي يو تن وژلى او ۳۰ نور يې ټپيان كړي دي.
په فارياب كې د ملي اردو وياند محمد رضا رضا پېښه تائيد وي، خو وايي، چې زيانمن شوي كسان ټول ملكي وگړي دي.
د نوموړي په وينا، دا بريد د پښتونكوټ ولسوالۍ په تخته بازار سيمه كې شوې دى.
د فارياب ولايت د پښتونكوټ ولسوالۍ ولسوال وايي، چې پېښه له يوې چاودنې رامنځته شوې ده.
د فارياب عامې روغتيا رييس وايي، چې تراوسه له دې پېښې د ميمنې د افغان ترك روغتون ته يو مړى او اته ټپيان وروړل شوي دي.