سیمه ییز خبرونه
په فارياب لسگونه ميله وسلې داياگ ته وسپارل شوې
د فارياب ولايت امنيتي چارواكي وايي:
د يوه هاوان په گډون ۴۷ ميله راز راز وسلې، چې په بېلابېلو پيښو كې د ملي امنيت د ادارې له خوا كشف او ضبط شوي، د داياگ مسولينو ته وسپارل شوې.
د فارياب والي محمد الله بتاش وايي:
امنيت هغه مهال ټينگيدى شي، چې له نامسووله كسانو څخه وسلې ټولې شي.
د فارياب د سولې عالي شورا رييس مولوي اسدالله جمالي د امنيتي ځواكونو له دې اقدام خوښي ښكاره كړه او وايي، چې دولت به هغه مهال امنيت ټينگ كړي، چې خلك خپل كړي.
د ميمنې ښار يو شمېر اوسيدونكي وايي:
د ناقانونه وسلوالو او د تورو ښيښو لرونكيو موټرو شتون خلك اندېښمن كړي دي.
هغوى له دولت څخه غواړي، چې په دې اړه جدي اقدامات وكړي.
كه څه هم په وروستيو كلونو كې افغان دولت د نړيوالې ټولنې په همكاري ډي ډي آر او داياگ پروگرامونه د ناقانونه وسلو د را ټولو په هدف تطبيق كړل؛ خو خلك وايي، دې پروگرامونو هم ونه شو كړاى، چې په فارياب كې ناامني لږ كړي.