سیمه ییز خبرونه

په فارياب ولايت كې امنيت د ډاډ وړ دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب والي وايي، د امنيت ساتنې او خوندي ژوندانه لپاره بايد د دغه ولايت پوليس په بشپړو دفاعي وسلو مجهز شي.

د فارياب والي محمد الله بتاش دا خبره د سې شنبې په ورځ(د ميزان۱۶) د ملگرو ملتونو د استازيو په هغه ناسته كې كړې، چې دې ولايت ته ورغلي ول.

ښاغلي بتاش زياته كړې، چې په دې ولايت كې د بهرنيو ځواكونو له وتو سره په پراختيايي كارونو كې تشه رامنځته شوې؛ خو امنيتي حالت له پخوا ډېر ډاډمن دى.

د نوموړي په وينا، په فارياب ولايت كې هغه بېخبنايي پروژې، چې په  ډېر لگښت پيل شوې وې  اوس په ټپه دريدلې دي.

ښاغلى بتاش په ډاگه كړې، چې د دولت او د مرسته كوونكيو هېوادونو پاليسي د دغه كار د ناكامۍ ستر لامل دى.

د هېواد په شمال كې د ملگرو ملتونو چارواكو په دې اړه له څه ويلو ډډه كړې؛ خو وايي، چې د فارياب ولايت اړتياوې به د مرسته كوونكيو هېوادونو چارواكو ته وړاندې كړي.

Trending

Exit mobile version