سیمه ییز خبرونه
په فارياب ولايت كې د ماين او انتحاري واسكتونو جوړوونكى ونيول شو
د فارياب پوليسو يو داسې ځوان نيولى، چې ماينونه او ځانمرگي واسكتونه يې جوړول.
د فارياب امنيه كوماندان جنرال نبی جان ملا خېل وايي:
دغه ځوان، چې ويل كيږي اتلس كلن دى؛ د ماين او وسكت جوړولو زده كړې يې په پاكستان كې كړي او افغانستان ته د ښوونكي په توگه راليږل شوى دى.
نوموړى زياتوي:
په تېرو۲۴ ساعتونو كې د طالبانو درې مهم غړي نيول شوي، چې يو يې د پر مختللي ماين جوړولو ښوونكى دى.
پوليس د دغه نيول شوي ماين جوړوونكي ځوان نوم نه په ډاگه كوي؛ خو د همدې ځوان په وينا تر اووم ټولگي يې په فارياب كې زده كړې كړي او د ديني زده كړو لپاره به پاكستان ته تلو او راتلو. په پاكستان كې د طالبانو اسلامي تحريك اړ كړ، چې د ماين او واسكت جوړولو زده كړه تر سره كړي او بيا افغانستان ته راوليږل شي.
د فارياب ولايت د امنيه كوماندان په وينا، پوليسو دوه نور كسان د اندخوى او پښتونكوټ له ولسواليو نيولي، چې د مخورو او پوليسو د وژنې تور پرې لگيدلى دى.