سیمه ییز خبرونه

په فارياب ولايت كې د ټاكنيزو مركزونو د امنيتي تدابيرو ورستي رپوت ناسم دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د رايې وركولو د اوه زره مركزونو د امنيتي تدابيرو ليست تېره اوونۍ د كورنيو چارو وزارت له خوا خپور شو، چې له مخې به يې په ټول هېواد كې د رايې وركولو درې نوي سلنه مركزونه پرانستي وي.

د فارياب والي په دغه ولايت كې د ټاكنيزو مركزونو د امنيتي تدابيرو په باب د كورنيو چارو وزارت ورستي رپوت ناسم بولي.

د بغلان والي داكتر محمد الله بتاش وايي، چې د بغلان د غورماچ ولسوالۍ تر څنگ د رايې وركولو  په څوارلس نورو مركزونو كې هم د ټاكنو د تر سره كيدو امكان نه شته.

د بغلان  د ټاكنو كميسيون د سيمه ييز دفتر رييس او د دغه ولايت ولايتي شورا هم د والي د دغې ادعا پخلي كوي.

د بغلان د ټاكنو د سميه ييز دفتر ريس معصوم معصومي هم په دغه ولايت كې د رايې وركولو د ډېرو مركزونو د امنيت په اړه اندېښنه ښكاره كوي.

فارياب د هېواد په شمال كې يو ناامنه ولايت بلل كيږي، چې د وسلوالو طالبانو د وسلوالو خوښښتونو شاهد وي.

Trending

Exit mobile version