سیمه ییز خبرونه
په فارياب ولايت كې يوې چاودنې ۱۶كسانو ته مرگ و ژوبله رامنځته كړې
د فارياب ولايت د پښتونكوټ ولسوالۍ په تخته بازار سيمه كې د هغو چاوديدونكيو توكو له چاودنې، چې په موتر سايكل كې ځاى په ځاى شوي ول؛ د ښځو او ماشومانو په گډون ۱۶ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.
د فارياب ولايت امنيه كوماندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي:
د چارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱) له غرمې مخكې د پښتونكوټ ولسوالۍ د تخته بازار يو كلينك ته نږدې په يو موتر سايكل كې ځاى په ځاى شويو چاوديدونكيو توكو ته چاودنه وركړ شوې ده.
د نوموړي په وينا:
په دې چاودنه كې يوه ښځه وژل شوې او ۱۵ نورملكي وگړي ټپيان دي.
د ميمنې د صحت عامې رييس داكتر عبدالعلي حليم وايي:
له دغې پېښې درې مړي او دولس ټپيان روغتون ته راليږديدلي دي.
كه څه هم امنيتي چارواكي د دې چاودنې پړه پر طالبانو اچولې، خو تر دې دمه چا د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.
چارواكو د مرگ و ژوبلې هغه شمېره ښودلې، چې د ميمنې روغتون ته ليږدول شوي دي. د سيمې خلكو ويلي، چې د پېښې د ټپيانو شمېر تر شپېتو تنو رسيږي.